خبرونهسیاستاقتصادTOPټولنه

د چین له خوا د هرات له زلزله ځپلو سره ۳۶۰ ټنه مرسته دغه ولایت ته ورسېده

کابل، د لړم ۲۶مه، باختر
په هرات کې زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون مسوولین وايي چې د دغه ولایت له زلزله ځپلو سره د چین مرستې د تورغنډۍ بندر له لارې دغه ولایت ته رسېدلې دي.
د یاد کمېسيون وياند او د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي احمدالله متقي وايي، چې د چين هېواد له خوا ٣٦٠ ټنه مرسته شوې، چې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ کې د ماليې وزارت د استازي مفتي کفايت الله حقاني او د هرات ولايت د مستوفي ته سپارل شوې ده.
متقي زیاتوي، که څه هم دغه مرستې د زلزله ځپلو لپاره بسنه نه کوي، خو تر یوه حده د دوی ستونزې هوارولای شي او په دې برخه کې یې له چین څخه مننه وکړه.
ورته مهال مفتی کفایت الله حقاني وایی چې په دغو مرستو کې خېمې، ژمنۍ جامې، کټونه، د لومړنیو مرستو کېټونه او داسې نور توکي شامل دي چې د چین له خوا زلزله ځپلو ته ورکړل شوې دي.
د هرات له زلزله ځپلو سره د چین مرسته په داسې حال کې کېږي چې ایران، متحده عربي اماراتو، تاجکستان، سعودي عربستان، ترکیې او نورو هېوادونو تر دې وړاندې هم د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته