اقتصاد

د اوبو د پنځو پروژو تړونونه لاسليک شول

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معين او د دغه وزارت سرپرست انجنير محمد ګل خُلمي نن د ١٥٤ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو د پنځو پروژو تړونونه لاسليک کړل. د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دغو پروژوکې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور او د شمشه پورپه سيموکې د سره رود په سواحلوکې د استنادي ديوال بيا رغاونه، د قندهار ولايت د ژيړي ولسوالۍ د کده هال کانال بيا رغاونه، د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د کبرزان د کانال بيا رغاونه، د خوست ولايت د مرکز د شيرغه کانال بيا رغاونه او د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ د قاضي کانال بيا رغاونه شامله ده چې د دغو پروژو په بشپړيدوسره به ٤٥٠٠ هکتاره ځمکه د اوبو تر پوښښ لاندې ونيول شي او په لسګونو زره کورنۍ د دغو ټولګټو پروژو له ښېګڼو څخه ګټه اخلي. د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معين او سرپرست د دغو تړونونو د لاسليک کولو په غونډه کې وويل چې اقليمي بدلونونه او وچکالۍ او دغه راز دسيلاوونو راوتل په زياتوهېوادونوکې د اوبو د کمښت سبب شوي دي چې دغه موضوع په لومړيتوب کې نيول کيږي او په همدې دليل زيات شمېر پروګرامونه ترلاس لاندې نيول کيږي. خُلمي وويل: د اوبو د منابعو مديريت نه يوازې دګاونډيو هېوادونو په زيان نه دى، بلکي موږ تصميم نيولى چې د اقليمي بدلونونو له مخې خپل پروګرامونه همغږي کړو. ده دغه راز وويل چې افغانستان د نړيوالو تړونونو په عملي کولوژمن دى. دغه تړونونه د نعيمي صافي، آريانا حکمت ، امان ذبيح، بلال نعمت يار، د جي وي توسعوي او تکاملي او د سړک جوړولو د کاوشکرانو له ساختماني شرکتونو سره لاسليک شول. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته