خبرونهاقتصادټولنهTOP

د چین د ژینګ ژن شرکت رئیس د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې او معیاري کارخونې د جوړولو غوښتنه وکړه

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چین د «ژینګ ژن» شرکت له رئیس سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د «ژینګ ژن» شرکت رئیس د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې، د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د نفتو او ګازو په برخه کې په پانګونې سربېره، د معیاري کارخونې د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

هغه، دغه راز د سروې، اکتشاف او استخراج په برخه کې د یاد شرکت د تجربو او ظرفیت په اړه معلومات ورکړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د افغانستان د کاني زېرمو په موخه د پانګونې او د نفتو د معیاري کارخونې د جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د رئیس د لېوالتیا هرکلی کړی او د شرکت د پروپوزل د وړاندې کولو غوښتنه یې کړې ده.

شیخ الحدیث دلاور ویلي چې افغانستان د ۲۰۰ زره کیلومتره په مساحت نفتي سیمې لري چې په پنځو سترو حوزو وېشل شوي دي.

د هغه په وینا، اوسمهال د آمو دریا حوزه چې له «افچین» شرکت سره یې قرارداد شوی او همدا رنګه د هرات د نفتو حوزه چې ۲۳ زره کیلومتره مربع مساحت لري او په ۱۱بلاکونو وېشل شوې ده؛ د اکتشاف او استخراج لپاره اعلان ته سپارل شوې چې یاد شرکت هم کولی شي د پروپوزل په وړاندې کولو سره ګډون وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې چې هغه بهرني پانګه وال چې د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې غوښتونکي دي؛ دغه وزارت د هغوی د هڅونې او راجلبولو لپاره هر ډول قانوني همکاریو او آسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

تر دې وړاندې هم څو چينايي کوچنيو او لويو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړې وه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته