خبرونهټولنه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست او مسلکي معین د اکبر موسسې له رییسې سره وکتل

کابل/ د کب ۱۷مه/باختر

د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ (ACBAR) موسسې رییسې آغلې Lisa-K.Poper، پروند د چاپېريال ساتنې ملي ادارې له سرپرست ډاکټر زین العابدين عابد، مسلکي معين انجنیر عزت الله صديقي او د دغې ادارې له تخنیکي ټیم سره د چاپېریالي مسایلو په تړاو مشورتي غونډه وکړه.

په دې کتنه کې د اقلیمي بدلون، طبیعي میراثونو، د هوا ککړتیا، نړیوالو مالي میکانیزمونو او نورو مهمو موضوعاتو په هکله  خبرې وشوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست وویل: افغانستان جنګ ځپلی هېواد دی او تېرو څلورو لسیزو جګړې د انساني ناخوالو سربېره ډېرې چاپېریالي ستونزې او ننګونې هم زیږولې دي؛ اوس چې اسلامي نظام راغلی، په هېواد کې سوله او امنیت راغلی، شفافیت او اخلاص موجود دی؛ نو د کار لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده؛ نو دغه اداره له ټولو ملي او نړیوالو ارګانونو سره د مختلفو چاپېریالي پروژو په پلي کولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

ښاغلي عابد زیاته کړه: اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ دی چې له بده مرغه افغانستان هم ترې په امان نه دی؛ نو موږ له نړیوالو غواړو چې په دې برخه کې د افغانستان مالي ملاتړ وکړي.

د یادې ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي له تخنیکي ټیم وغوښتل چې د مهمو چاپېریالي موضوعاتو په تړاو مختلفې طرحې له (ACBAR) موسسې سره شریک کړي؛ ترڅو دوی وکولای شي په خپلو پلانونو او پروژو کې ترې ګټه واخلي.

د (ACBAR) موسسې رییسې وویل: دا چې زموږ موسسه د افغانستان لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو همغږي کوونکې ده؛ نو موږ به هڅه وکړو چې له نړیوالو څخه چاپېریالي پروژې ترلاسه او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته