خبرونهاقتصادTOPټولنه

د پکتیکا د پاسپورټ مدیریت نږدې ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د سلواغې ۱۸ مه، باختر
د پکتیکا د پاسپورټ مدیریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د پاسپورټ مدیریت د پاسپورټونو د وېش له کبله نږدې ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د پکتیکا د پاسپورټ مدیر حکیم خان سروري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د پاسپورټ مدیریت ۹۷۳۵ ټوکه پاسپورټونه وېشلي چې له دې لارې ۵۲ میلیونه ۸۳۸ زره ۲۸۴ افغانۍ عواید د تېرو لسو میاشتو په بهیر کې راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د متقاضیانو لپاره ځينې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شوي، ترڅو په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته