خبرونهاقتصادټولنه

د پکتیا احصايې او معلومات ریاست تېره میاشت ۳ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

کابل، د کب ۳مه، باختر

د پکتیا ولایت د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي چې د روان ۱۴۰۲ کال په تېرې سلواغې میاشت کې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش، تائید، اصلاح، د مړینې او زېږون کارتونو د وېش له درکه ۳ میلیونه افغانۍ عواید ټول او دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

د دغه ولایت د احصايې او معلوماتو رئیس مفتي محمد آصف قرار وايي، چې په ورځني ډول د برښنايي پېژندپاڼو د ویش څانګو ته شاوخوا ۵۰۰ غوښتوونکي د برېښنايي پېژندپاڼو او ورته نورو خدماتو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

د نوموړي په خبره، د برېښنايي پېژندپاڼو دوه مرکزونو په ګډون ۱۴ ولسوالیو کې د ثبت نفوس احوال مدیریتونه فعال دي، چې برېښنايي او د کاغذي پېژندپاڼو سربیره د کاغذي پېژندپاڼو مثنی، اصلاح، تائید او د زېږيدنو او مړینې د ثبت خدمات وړاندې کوي.

د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، هڅې کوي چې د بريښنايي پېژندپاڼو درېیمه او آسان خدمت څانګه فعاله کړي تر څو خلکو خدماتو په آسانه لاسرسی ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته