خبرونهټولنه

د پکتيا په مرکز کې سلګونو کورنيو د څښاک اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ

٤٠- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
په پکتيا کې د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولو کار بشپر اوګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د پکتيا د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې شبکه کې يوه ژوره څاه، د انګړ ديوال، ١١٠ شيردهنونه ، د شل مکعب متره اوبو په ظرفيت د اوبو يوه زيرمه او شل سولرونه شته .
هغه وويل چې د اوبو رسونې دغه شبکه د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د کليوالي روغتيا ساتنې او اوبو رسونې د ملي پروګرام له خواد څه دپاسه دېرش ميايونو افغانيو په لګښت د پکتيا د مرکز د حليم قلعه په سيمه کې جوړه شوې ده .
هغه وويل چې د اوبو رسونې د دغې شبکې په جوړولو سره څلور سوه کورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته