کابل، د چنګاښ٣١مه، باختر
په پروان کې يو ماشوم د خپل پلار له خوا ووژل شو.
دغه پېښه تيره شپه د چاريکار ښار په دهقان کلي کې رامنځته شوه.
د پروان د پوليسو يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل، چې د دغه ماشوم پلار د دغې وژنې په تړاو نيول شوى دى .
تر اوسه پورې د دغې وژنې علت نه دى روښانه شوې.
پولیسو د څېړنو د پیل خبر ورکړ.
\ ذ