خبرونهاقتصادTOP

د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوه

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې سروې پيل شوه.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم وايي، چې ډېر ژر به د سروې له بشپړېدو وروسته کابل ته د پنجشېر د رود اوبو د لېږد کار پیل شي او په دې تړاو یې پرون په خپل دفتر کې د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسیساتو د سروې او ډیزاین ریاست له پلاوي او د ترکیې د SKM ساختماني شرکت له رئیس سره خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به په راتلونکي کې په پلازمېنه کابل کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هواره شي.
ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د تاسيساتو د سروې او ډيزاين رييس محمد عارف مومند وويل چې د پنجشېر له سيند څخه کابل ته د اوبو د لېږد یوه ملي پروژه وبلله او ویې ویل چې دغه پروژه به ١٢٠ کيلومتره اوږدوالی ولري، چې د پنجشېر له مرکز بازارک څخه پيل او د کابل په تره خېلو سيمه کې پای ته رسېږي.
مومند زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دې پروژې د جوړولو تړون له یوه ساختماني شرکت سره لاسلیک شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو څو کلونو کې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه په یوه جدي مسله بدله شوې او ډېری خلک یې اندېښمن کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته