کابل، د سلواغې ۲۴ مه، باختر
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې سږ کال ۳۶ پروژې بشپړې کړې دي.
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل الله دیوبند د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې سږ کال د دغه ولایت په مرکز بازارک، شتل، عنابه، او رخه ولسوالیو کې د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ د ۶۶۶ زره ۱۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت ۳۶ واټرشیډونه او چکدېمونه بشپړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې ۵۹۴۰ کسانو ته د کارزمینه هم برابره شوې وه.