خبرونهاقتصادټولنهTOP

د پنجشېر د پاسپورټ مدیریت ۷۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۲۶مه، باختر
د پنجشېر د پاسپورټ مدیریت روان کال ۷۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې جمع کړي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عابدالله عقاب فاروقي باختر آژانس ته وویل چې د پاسپورټ مدیریت روان کال ۱۳ زره ۸۷۰ جلده پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۷۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې جمع کړي دي.
فاروقي زیاته کړه چې اوسمهال هم په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورماله توګه روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته