کابل، د غوايی ۴ مه، باختر
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د لسګونو قلمه درملو او طبي وسایلو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر حجت الله محمدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان who له لوري د رخې ولسوالۍ له ۴۰ بستریز روغتون سره ۹۲ کارتنه چې لسګونه بېلابېل قلمه درمل او طبي وسایل په کې شامل دي مرسته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره په هېواد کې د پخوا په پرتله روغتیايي خدمتونه پراخ شوي دي.