خبرونهاقتصادټولنهTOP

د پروان د احصائیې او معلوماتو ریاست څه باندې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۶ مه، باختر

د پروان د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې یاد ریاست په تېرو لسو میاشتو کې د برېښنايي او کاغذیي پيژند پاڼو د وېش له درکه څه باندې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پروان د احصایې او معلوماتو رییس مولوي شفیق الله شهزاد د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاد ریاست په تېرو لسو میاشتو کې ۲۸ زره ۳۴ برېښنايي، ۳۷ زره ۳۴۷ قطعې کاغذي، ۹۷۱ مثنی کاغذي پيژندپاڼې او کوچیانو ته ۴۷ کاغذي پيژندپاڼې، ۲ زره ۶۰۰ تاییدي، ۴ زره ۳۸۴ تولد کارت او ۱ زره ۱۸۳ فوتي پارچې وېشلې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د هرې برېښنايي پيژندپاڼې د وېش په مقابل کې ۵۰۰ افغانۍ ، مثنی ۱۰۰۰، نوې کاغدي پېژندپاڼې ۲۰۰ ، د کاغذي پيژندپاڼې اصلاح ۱۰۰۰ ، تاییدي ۲۰۰ ، فوتي پارچې ۱۰۰ او تولد کارت ۲۰۰ افغانۍ اخیستل شوي چې په ټوله کې ۲۵ میلیونه ۳۶۳ زره ۱۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ریاست عواید د ټاکل شویو عوایدو پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته