خبرونهاقتصادTOPټولنه

د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګونو لویې لارې د ټول‌پلازا محصول د راټولولو بهیر وارزاوه

کابل، د غويي لومړۍ، باختر
د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د سالنګ لویې لارې ته د خپل سفر په ترڅ کې، د يادې لویې لارې د جنوبي او شمالي سالنګ د ټول‌پلازا محصول د راټولولو بهير ارزولی او د یادې لويې لارې له تونل او ۱۶ ګالرۍ څخه یې ليدنه کړې ده.
باختر آژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ټولګټو وزارت د سرپرست د سفر اصلي موخه د ټول‌پلازا محصول د راټولولو بهیر د ارزولو ترڅنګ، د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې په اړه له اړوند مسئولینو سره لیدنه او هغوی ته د هوا په ښه کېدو سره د یو مشخص پلان له مخې د یادې لویې لارې د کار بیا پیل ویل شوي دي.
ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ؛ د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې په موخه ټول‌پلازا فعاله شوې ده چې له بېلابېلو لویو او کوچنویو وسایطو څخه په مختلفه اندازه پیسې راټولیږي او په یو مشخص بانګي حساب کې ذخیره کېږي چې راټول شوي عواید به د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې په موخه مصرف شي.
د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت تېر کال د سالنګونو لویې لارې کار په درېو برخو کې پيل کړی و چې د تونل دننه برخې او د ۱۶ ګالرۍ د کانکرېټ اچونې کار بشپړ شو او د هوا په ښه کېدو سره به یې د پاتې برخو کار بیا پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته