خبرونهاقتصادټولنهTOP

د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي دي

کابل، د مرغومي ۱۴مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت، د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونو د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د اوبو بحران او د موسمي سېلابونو د مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د سېلابونو او وچکالیو د زیانونو د کموالي لپاره د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي، چې له دې جملې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي؛ د اوو پروژو چارې بشپړې شوي؛ د ۳۳ پروژو چارې روانې دي او د پاتې ۳۳ نورو پروژو تدارکاتي چارې روانې دي چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌‌ مقام د حکم پر بنسټ، د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۴۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي چې په پلي کېدو سره به یې په هېواد کې له وچکالي سره د مبارزې او د اوبیزو سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته