خبرونهټولنهTOPورزش

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي بلخ ته تللي او په دغه ولایت کې یې له قوش تېپې کانال څخه لیدنه کړې

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلي یو شمېر لوبغاړو بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تیپې ملي کانال د لېدنې پر مهال د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه په پام کې لري چې د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې تر ۲۷مې نېټې پورې په قندهار کې د قوش تېپې تر نامه لاندې لومړی پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تېپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي.

د کرېکټ ملي لوبډلو  لوبغاړو د باختر آژانس خبریال سره په خبرو کې ویلي چې د دغو سیالیو موخه د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرېکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي. دغه جام ته له ۵ زونونو څخه پنځه لوبډلې غوره شوي.

هېره دې نه وي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د ایرلینډ پر وړاندي د کامیابه سفر وروسته خپل هېواد ته راغلي او د هېوادوالو په تود هرکلي نازول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته