اسعد آباد – باختر دسلواغې دمياشتې ١
يوه لس کسيزه ډله وسله وال طالبان نن په کونړولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دکونړ والي شجاع الملک جلاله باخترآ ژانس ته وويل : دغې لس کسيزې ډلې وسله والو طالبانو پخوا دکونړ ولايت دناړې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددولت پرخلاف وو او اوس دملي روغې جوړې دتګلارې په پوهيدوسره دسولې له بهير سره ي ځاى شول .
جلاله وويل ، دغو کسانو خپلې اته ميله سپکې او درندې وسلې هم دولت ته سپارلي او له دولت څخه يې دکار دزميني دبرابرولو غوښتنه وکړه.
2 د یوې دقیقې څخه لږ