سیاستخبرونهTOPټولنه

د هېواد د علمي شخصیت شیخ الحدیث محمدعمر جان اخندزاده صاحب د شهادت په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پيغام

کابل، د وري ۳۱مه، باختر
په خواشینۍ سره خبر شوو، چې د هېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې غړی او د کندهار د جهادي مدرسې استاد شیخ الحدیث محمدعمرجان اخندزاده په شهادت ورسېد.
انا لله وانا الیه راجعون
د افغانستان اسلامي امارت دغه پېښه د هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینوته تسلیت وړاندې کوي.
د اسلام د دښمنانو دغه جنایت چې علماء کرام په شهادت رسوي، په کلکه غندي او ستر جرم یې ګڼي.
له الله تعالی څخه شیخ الحدیث مولوي محمدعمرجان اخندازه صاحب ته جنة الفردوس، کورنۍ او متعلقینو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.
والسلام
د افغانستان اسلامي امارت

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته