خبرونهاقتصاد

د هندیکپ دفتر مسوول په کندز کې د روغتیا، بنسټيزو پروژو د تطبیق کولو او د نغده مرستو په برخه کې د همکاری ژمنه وکړه

 کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر

د کندز والي ملا  نثار احمد نصرت د هندیکپ  دفتر له مسوول لک لامپرایر سره د دغه دفتر د همغږۍ د تامنیولو، د بنسټیزو پروژو د تطبیقولو او د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې.

د هندیکپ د دفتر عمومي مدير زياته کړه، چې دغه اداره به په کندز کې د روغتيايي، نغده مرستو، د بنسټيزو پروژو د پلي کولو او عامه پوهاوي په برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت د هندیکپ د دفتر له همکاريو او بشري فعاليتونو څخه مننه وکړه او په کندز کې يې د دغه دفتر د لا زياتو فعاليتونو غوښتنه وکړه .

د کندز والي د هندیکپ دفتر مسوول ته ډاډ ورکړ چې د اړتیا په صورت کې به له هیڅ راز مرستو څخه ډډه ونه کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته