خبرونهټولنهروغتیا

د هلمند په درېیو ولسوالیو کې د نري رنځ د تشخیص ماشینونه فعال شول

کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
ځايي سرچینو د هلمند د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د نري رنځ ناروغۍ د تشخيص ماشینونو د فعاله کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید ویلي، چې یاد ماشینونه په ګرمسېر، ګرشک او موسی کلا ولسوالیو کې فعال شوي دي.
د نوموړي په خبره له یادو ماشینونو څخه به د نري رنځ د تشخیص او مقاوم نري رنځ ناروغۍ په کشف او درملنه کې کار واخیستل شي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغو ماشینونو له ډلې څخه دوه پایې، چې په ګرمسیر او موسی کلا ولسوالیو کې فعاله شوي او یوه پایه جن ایکسپرت ماشین، چې په ګرشک ولسوالۍ کې فعال شو د روغتیایي علومو مؤسسې له لوري خریداري شوی و.
د یادوني وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دغو ماشینونو دوه پاې په بُست ولایتي روغتون کې هم فعال شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته