سیاستخبرونهفرهنګTOP

د هرات والي د فریلانسنګ( انلاين لیکنو) یوې فعالې ډلې سره وکتل

کابل، د غوايي ٢مه، باختر
د فریلانسنگ (انلاین لیکنو) برخه کې یو شمېر فعالو ځوانانو د هرات له والي سره په کتنه کې د فریلانسنګ فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د دوی په کاري ډګر کې شته ننګونې یې له شیخ مولانا اسلام جار سره شریکې کړې.
د یاد ولایت والي شیخ مولانا اسلام جار په پیل کې د فریلانسرانو د کارونو ستاینه وکړه او وویل چې ځوانان باید د هېواد د پرمختګ لپاره په هره برخه کې هڅې وکړي.
د آنلاين لیکنو فعالو ځوانانو د خپلو کاري پروژو د تطبیق لپاره د مناسب ځای نشتوالی او په دې برخه کې د کورنیو بانکونو او ویب سایټونو ترمنځ د اړیکو نشتوالی له مهمو ننګونو څخه بولي.
شیخ مولانا اسلام جار د فریلانسرانو د هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته