سیاستخبرونه

د هرات والي د سره صلیب له رییس سره وکتل

 کابل / د وري ۹ مه / باختر

د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ټولګټې پروژې د پیل په اړه د سره صلیب له رییس جان پتریک سره خبرې وکړې.

د باخترآژانس د خبرله مخې، د سره صلیب رییس جان پتریک د هرات د سیمه يیزې ادارې له همکارۍ څخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست په همکارۍ ټاکل شوې ده د اوبولګولو ټولګتې پروژې د یاد ولایت د انجیل ولسوالۍ په سورستان کلي کې چې څه د پاسه زر کورنۍ ترې ګټه اخلي د سره صلیب د دفتر په مالي مرسته پیل شي.

هغه وویل چې د سره صلیب دفتر د روغتیايي کارکوونکو معاشونه هم ورکړي او ټاکل شوې هغه ډاکتران چې د عدلي طب په برخو کې کار کوي د هغوی معاشونه هم ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د سره صلیب دفتر د روږدو کسانو راټولولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د نیک اقدام ملاتړ کوي او هغه روږدي کسان چې راټول کړای شوي د یاد ولایت په زندان کې د درملنې لاندې دي.

په دې کتنه کې د هرات والي شیخ اسلام جار په دغه ولایت کې د سره صلیب له نیک اقدام څخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې روږدي کسان مجرم نه بلکې ناروغان دي او باید له هغوی سره همکاري وشي.

د هرات والي وویل چې د تېرو څو میاشتو په بهیر کې د ۳۰۰  کسانو درملنه شوې ده او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د هرات والي زیاته کړه چې په نشه يي توکو ټول روږدي کسان له ښار څخه راټول او د درملنې په موخه د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته لېږدول کېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته