سیاست

جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

کابل باخترد مرغومي شپږ ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار کاپیسا ولایت ته د سفر پرمهال د یاد ولایت عمومي وضعیت وارزولو.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې جمهور رئیس د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې په هغه امنیتي غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزیر او د یاد ولایت امنیتي مسوولینو هم حضور په کې درلود، د هغه ولایت عمومي وضعیت وارزولو.
په دې غونډه کې د کاپیسا والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او د ملي اردو قوماندان د دښمن د فعالیتونو د تشخیص او د هغو د دفعه کولو په خاطر د بشپړ تیاري په هکله خبرې وکړې او د نشه یي توکو د قاچاق او غیر مسوولو وسله والو افرادو د مخنیوي په برخه کې یې د حکومت د پاملرنې له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او سرښندنې وستایلې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په خاطر یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او په دې هکله یې د لیکلي راپور غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس وویل، سیمه ییز پولیس د سیمه ییزې سیالۍ وسیله نشي کېدلی او خلک په ټول افغانستان کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو د مخنیوي غوښتونکي دي. هغه زیاته کړه، د کاپیسا ستراتیژیک ارزښت درک کوم او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د نا امني اصلي دلایل په لیکلي شکل ور وسپاري، چې پر بنسټ یې د امنیتي وضعیت د ښه والي په خاطر پلانګذاري وشي.
وروسته جمهور رئیس غني د کاپیسا ولایت د اداري واحدونو له رئیسانو سره په یوه غونډه کې په بېلابېلو برخو کې د هغوی ستونزې واورېدلې.
په دې غونډه کې د کاپیسا ولایت د والي مرستیال او د اداري واحدونو رئیسانو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل او همدارنګه د هېواد د اقتصادي سکتور وزیرانو چې په دې سفر کې یې له جمهور رئیس سره ملتیا کوله، په کاپیسا ولایت کې د انکشافي پروژو په هکله معلومات ورکړل.
جمهور رئیس په دې غونډه کې وویل، مرکزي حکومت د ټولو ولایتونو له والیانو سره تماسونه زیات کړي دي. هغه زیاته کړه، ۲۴ والیانو خپلې اړوندې ستونزې د کابینې او ملي امنیت شورا په غونډو کې د مناسبو حل لارو د موندلو په موخه مطرح کړې دي او په پام کې ده، چې پاتې ولایتونه هم دې بهیر ته ادامه ورکړي. جمهور رئیس زیاته کړه، کابل ته د والیانو په رابللو سربېره د ټلیفونونو او ویډیو کنفرانسونو له لارې به هم د ولایتونو د ستونزو د حل لپاره له هغوی سره خبرې ادامه ولري.
هغه څرګنده کړه، د حکومت کوښښ د سمو معیارونو جوړول دي چې د هر ولایت واکونه او مسوولیتونه د یو اداري واحد په توګه مشخص شي.
جمهور رئیس وویل، په ولسوالیو کې د خدمتونو د وړاندې کولو کچه ټیټه  وه، نوله همدې امله مې  په ولسوالیو تمرکز  وکړ او د ولسوالیو بودجه مې زیاته کړه.
وروسته د هېواد جمهور رئیس د کاپیسا ولایت له مشرانو، متنفذینو، علماو، د ملي شورا استازو او د ولایتي شورا غړیو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې کتنه کې د کاپیسا والي سیدمحمدخالد هاشمي، د ولایتي شورا رئیس محمد حسین سنجني، د علماو د شورا رئیس مولوي ګل احمد او د شپږو واړو ولسوالیو استازو خپلې بېلابېلې سیمه ییزې ستونزې مطرح کړې.
هغوی د کاپیسا او په ځانګړي ډول د تګاب، الاسای او نجراب ولسوالیو د امنیت د تامین، د تګاب او نجراب ولسوالیو د اداري واحدونو د زیاتوالي، د باغ درې بند جوړولو، د ګلبهار نساجي فابریکې د بیا جوړولو، د دوه سوه بستریز روغتون د ودانۍ د بشپړولو، د محمود راقي ښار د سرکونو د قیر کولو، د البیروني پوهنتون د تدریسي ودانۍ او چاردېوالي جوړولو او استادانو ته د ماسټري بورسونو د ورکولو، د پوهنې د تشکیل د لوړولو، دښوونځیو د جوړولو او د سېلابونو د خطرونو د مخنیوي په هکله خپلې غوښتنې جمهور رئیس ته وړاندې کړې.
جمهور رئیس غني د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د کاپیسا ولایت له هغو ځوانانو څخه چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې په ټول افغانستان کې د دې خاورې د عزت، حیثیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع کوي، مننه وکړه.
محمد اشرف غني په دې په ټینګار چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او اتلولي به هیڅ وخت هېرې نشي وویل، حکومت د شهیدانو د کورنیو پالنې او رسیدګي ته ژمن دی.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان د خلکو تر منځ بېلتون نشته او هر څوک چې زموږ د بېلوالي کوښښ کوي، نوناکام دی. دا واحده او متحده خاوره ده او  موږ څوک نشي وېشلی.
جمهور رئیس د ملت او دولت تر منځ د واټن په له منځه وړلو ټینګار وکړ اوڅرګنده یې کړه، چې د ستونزو د حل په موخه به  ټولو ولایتونو ته سفر وکړم.
محمد اشرف غني وویل، د کاپیسا د دوه سوه بستریز روغتون کار به ژر بشپړ شي. هغه زیاته کړه، پلاوی به د یاد روغتون ساختماني کار وارزوي، تر څو دا پروژه عملي او یا یې قرارداد فسخه شي.
جمهور رئیس وویل ، د ګلبهار فابریکې د بیا جوړولو او فعالیت په هکله یې په بهرنیو سفرونو کې بهرنۍ پانګونې هڅولې دي او بهرني پانګوال هم په دې برخه کې لېوالتیا لري.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د اوبو د مدیریت په هکله یو لوی او مسلکي ټیم کار کوي او د ۲۱ بندونو جوړولو کار په نوي کال کې پیلېږي. هغه زیاته کړه، زموږ موخه داده، چې افغانستان د برېښنا په صادرونکي هېواد بدل کړو.
جمهوررئیس د هېواد د علماو رول اساسي وباله او وې ویل، له علماو پرته پائیداره سوله، ثبات او نظام منځته نه راځي.
د هېواد جمهور رئیس سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني، د لوړو زده کړو وزیرې ډاکټر فریده مومند، د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد دراني، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست عبدالمالک صدیقي او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي هم ملتیا کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته