خبرونهاقتصادټولنه

د هرات والي د اوبو مدیریت په برخه کې د دغه ولايت د سينديزو حوزو د مسوولينو هڅې وستايلې

کابل، د وري ۳۱مه، باختر
د هرات ولایت د عمومي او فرعي سينديزو حوزو مسوولینو خپلې کاري برنامې د هرات له والي شيخ مولانا اسلام جار سره شريکې کړې.
د يادو سينديزو حوزو انجنيرانو د اوبو د مدیریت په برخه کې د خپلو کاري پروژو تر تشريح وروسته له والي څخه د يادو پروژو د ښه تطبيق او شته خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د هرات والي په دغه کتنه کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ياد ولايت د سينديزو حوزو د مسوولينو هڅې وستايلې او د پروژو د تطبیق او خنډونو د له منځه وړلو په برخو کې يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته