کابل/ د کب ١٤ مه / باختر
د هرات د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکو نن د يوې غونډې په ترسره کولو سره خپل ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت څخه اعلام کړ.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ يو ديني عالم مولاناجمعه ګل مبارز
وويل چې ملت د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دى او د دوی مخالفینو ته یې ثابته کړه چې له دې نظام څخه د سر په بیه دفاع کوي
د هرات د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر سعادت د دې غونډې د جوړېدو په اړه وویل چې داسې غونډې د اسلامي امارت د ځواکونو روحیه لوړوي.
هغه د تاريخ په اوږدو کې له هغې جملې د سلواغې ٢٦مه او د کب ٢٤مه د هرات د خلکو سرښندنې په نيکې سره يادې کړې.
دغه راز په دې غونډه کې د حج او اوقافو مسوول ولي محمد حقاني او څو تنو نورو د انجيل ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازيتوب د موضع په اړه خبرې وکړې . \ ذ