خبرونهفرهنګ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د يوناما له مسوولې سره وکتل

کابل، د غبرګولي ٤ مه، باختر

د يوناما دفتر رييسې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس مولانا نعيم الحق حقاني سره په کتنه کې وويل چې دغه سازمان په هرات کې د ښځو د ملاتړ او هغوى ته د کار موندنې او په اقتصادي برخه کې د رسنيو د ملاتړ په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکاري ته چمتو دى.

د يوناما دفتر رييسې آرزو په دې کتنه کې د خپل دفتر د فعاليتونو يو ليست  د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ته وسپاره او ټينګار يې وکړ چې د يوناما دفتر د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ او سلامشورو په بېلابېلو برخو کې يو لړ ملاتړيز پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د يوناما دفتر رييسې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د خبريالانو کميټې د جوړولو او د خبريالانو د ملاتړ قدرداني وکړه او ويې ويل چې ياد دفتر رسنيو ته په نږدې راتلوونکي کې يو لړ ملاتړيز پروګرامونه عملي کوي.

په همدې  حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني  په هرات کې د يوناما دفتر د اغيزمنو فعاليتونو د قدردانۍ په ترڅ کې وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست  د هرات خلکو او د هرات ولايت لپاره  د هر راز ګټورو پروګرامونو ملاتړ کوي.

حقاني وايي چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ملي اونړيوالو رسنيو سره ښه تعامل لري او له هغوی سره همکاري کوي او دغه همکاري به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې د سوداګرو ښځو د فعاليتونو د پراختيا په برخه کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اغيزمن کارونه ترسره کړي دي.

مولانا حقاني له ميرمن هتاکوي څخه وغوښتل چې د يوناما دفتر دې د موسسو د مرستو د وېشلو څارنه وکړي او دوی دې وهڅوي چې خپلې مرستې زياتي کړي

مولانا نعيم الحق حقاني  دغه راز  له ميرمن آرزو هتاکوي څخه وغوښتل چې  بهرنيو سيلانيانو ته یې د هرات  د لرغونو ساحو او  لرغونو اثارو د معرفي کولو زمينه برابره کړې ده.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته