کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اتفاق اسلام ورځپاڼې له کارکوونکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې په محتوا او کیفیت کې دې یو لړ بدلونونه رامنځته کړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني وويل، چې د ټولنې ټولنيزو او فرهنګي اړتياوو ته په کتو، د ورځپاڼې محتوا بايد د نن ورځې له اړتياوو سره برابره وي.
حقاني د اتفاق اسلام ورځپاڼې د بډاینې په لاره کې یو لړ ارزښتناکې نظر یې او پيشنهادونه شریک کړل او زیاته یې کړه، د اتفاق اسلام ورځپاڼه باید هره ورځ او یا په اوونۍ کې یوځل د دولتي ادارو د مسوولینو او علمي او فرهنګي شخصیتونو سره مرکې ولري چې د مسوولینو ټولنیز فعالیتونه په ډاګه شي.
حقاني د خپلوخبرو په دوام وویل چې د اتفاق اسلام ورځپاڼه باید د پخوا په پرتله په ښکلې بڼه چاپ شي او په ټولنیزو شبکو کې د هغه فعالیتونه زیات شي.
حقاني وویل چې په دغه ورځپآڼه کې د انټرنتي سایت جوړل په مناسبتي ورځو او د ورځپاڼې د کلیزې په نمانځلو کې د ورځپاڼې رنګه چاپول، د ورزشي خبرونوخپرول او یوشمېر نورې مسلې په ورځپاڼه کې په پام کې ونیول شي.
یاد ورځپاڼه د اطلاع رسونې په برخه کې اوږده سابقه لري او یواځنۍ ورځپاڼه ده چې د هرات په لرغوني ولایت کې هره ورځ چاپېږي.
ج