خبرونهټولنهTOP

د نورستان – کنړ لویه لار د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوه

کابل، د کب ۱۵ مه، کابل

د نورستان ولايت ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي چې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د ډېرو واورو اورښتونو له امله د کنړ_نورستان لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، نن د پاکارۍ چارې بشپړې او د هر ډول موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوې ده.

د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد نبي عادل وایي چې د واورو کچه تر يو نيم مترو پورې و، چې د خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې سره د تخنیکي ټیم د هڅو  له امله یاده لاره پاکه او نن د موټرو پرمخ پرانېستل شوه.

موټر چلوونکي او مسافر د لارې په پرانستلو خوښ دي او د ټولګټو چارو ریاست دغه چټک ګام ستايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته