کابل، د غوايی ۳ مه، باختر
د میمنې ښاروالۍ مسوولینو په ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې ۱۰۴ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د میمنې ښاروال داملا ګل احمد مبشر د باخترآژانس خبریال ته ویلي دغې ادارې په تېرکال کې د ثابتو او غیرثابتو عایداتي سرچینو څخه ۱۰۴ میلیونه ۲۹۹ زره ۹۷۹ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي، چې دغه شمېر د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
په ورته وخت کې د فاریاب یوشمېر اوسېدونکو د ښاروالۍ خدمتونو او د کاري چارو د شفافیت د هرکلي ترڅنګ د یادې ښاروالۍ له لوري د ټولګټو پروژو چارې د پیلېدوغوښتنه هم وکړه.