خبرونهامنیت

د ملکي شهيدانو او ټپیانو په کورنیو د مرستې طرزالعمل تصویب شو

کابل / د لیندی ۳۰ / باختر

ملي امنیت شورا په هغه غونډه کې چې پرون یې جوړه کړې وه د امنیتي حالت د څېړلو تر څنګ یې د ملکي شهیدانو او ټپیانو په کورنیو د مرستې طرزالعمل هم تصویب کړ.
د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ، دغه غونډه چې د ملي امنیت سلاکار ډاکترحمدالله محب په مشری جوړه شوې وه د هېواد امنیتي حالت وڅېړه او دغه رازهغه طرزالعمل یې تصویب کړ چې د هغې له مخې ملکي شهیدانو او ټپيانوله کورنیوسره نغدي مرسته کېږي او پر دوی به د مرستې انډي ووېشل شي.
مخکې له دې د ملي امنیت شورا د پوځيانو شهیدانواو ټپیانو په کورنیو د مرستې طرزالعمل تصویب کړی و.
دغه راز په دغه غونډه کې د نړیوالو سازمانونواو د قونسلي استازو لپاره د بهرنیو بندیانو د خبرو اترو څرنګوالي میکانیزم هم د تصویب وړ و ګرځېد چې له دې وروسته به د دغه میکانیزم له مخې د بهرنیو بندیانو خبرې اترې هم ترسره شي.
پای -ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته