کابل، غبرګولي۴مه، باختر
د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سرحدي مسایلو په اړه د خبرو لپاره ټاکل شویو پلاوو په حیرتان بندر کې سره وکتل.
په دې کتنه د افغان پلاوي مشري د شپږمې سرحدي لوا قومومندان مولوي غوث الدین رهبر او د ازبکستاني پلاوي مشري د سویلي پولو قومندان ډګروال خان نظروف او د ترمز سرحدي ولایت کمیسار بردیوف ابرار کوله.
په همدې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو او سوتفاهم د رامنځته کېدو په صورت کې په پوره زغم او همغږۍ ټینګار وشو، او دواړو لوریو د متقابلو همکاریو ژمنه وکړه.
افغانمل