سیاستخبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزارت سرپرست په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل

کابل، د غوایي، ۴مه، باختر 

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون په خپل کاري دفتر کې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل. 

یادو استازو په دغه کتنه کې د ښې حکومتولۍ او بېلا بېلو برخو کې د مثبتو بدلونونو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره شریک کړل. 

دوی وویل، چې په افغانستان کې روان وضعیت د هغه څه سره توپیر لري، چې د یو شمېر مغرضو رسنیو پرمټ نړیوالو ته وړاندې کېږي. 

هغوئ همدارنګه له حکومت څخه د پراخیتايي او اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د لا ډېر کار غوښتنه وکړه. 

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست به دغه کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او کومې ستونزې، چې شتون لري، ډېر ژر به حل شي.

سرپرست وزیر زیاته کړه، چې اوسمهال په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی او هېوادوال باید له حکومت سره په ګډه له دغه فرصت څخه د هېواد د ودانولو په برخه کې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د اسلامي امارت له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم ناستې درلودې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته