سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا اته میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

کابل، د کب ۸مه، باختر

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا اته میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور شوي، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی.

په منظور شویو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارې پشپړېدل، د کابل ښار د ځینو داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او ځینې نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته