سیاستخبرونهاقتصادTOP

د مالیزیا حکومت غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي

کابل، د غوايي ۵مه، باختر 

د بهرنیو چار وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا د لومړي وزیر د دفتر له سلاکار، د افغانستان لپاره د مالیزیا د ځانګړي استازي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل. 

یاد لوی پلاوی چي افغانستان ته یې د اړیکو د پراختیا په موخه سفر کړی په دغه کتنه کې یې د مالیزیا د بهرنیو چارو د وزیر داتو سري اسامه حاجي محمد بن حاجي حسن راوړی پیغام مولوي امیرخان متقي  ته وسپاره.

 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلوماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړيکې د لا پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه وکړه.

متقي زیاته کړه، چې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه شته او افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي او اسلامي امارت لېواله دی، چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

 متقي زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د مالیزیا له حکومت څخه غواړي، چې د هغو ۳زره افغانانو لپاره، چې اوس مهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د یاد پلاوي غړو په دغه کتنه کې وویل چې د مالیزیا حکومت غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.

 هغوی همدارنګه د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت و ارزاوه او تمه یې وښوده، چې په نږدې وخت کې به د مالیزیا سوادګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

 د پلاوي غړو وویل مالیزیا هوډ لري، چې د افغان ډيپلوماتانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته