کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر
د یونیسف دفتر نن د لوګر د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو سره د ۱۲۰ قلمه طبې او غیرطبي وسایلو مرسته وکړه.
د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټتر قدرت الله عادل باخترآژانس ته وویل چې دغه طبي وسایل د اته نیمو میلیونو افغانیو په ارزښت چې پکې بېلا بېل طبي دستګاوې، د عملیات وسایل، د ولادت میزونه ، د فزیوتراپي وسایل، د لومړنیومرستوبستې، برېښنايي وسایل، چپرکټ، د واکسین یخچالونه، د د فتر وسایل او درمل شامل دي د لوګر والي مولوي عنایت الله شجاع او د کف موسسې د مسوولینو په شتون د دغه ولایت روغتیايي کارکوونکو ته وسپارل شول.
عادل زیاته کړه چې دغه طبي او غیرطبي وسایل د نړۍ او یونیسف د روغتيايي سازمان د مرستو دویم پړاو دی چې د کف موسسې په همکارۍ ورکړل شوې د دی او ټاکل شوې ده چې دغه طبي او غیرطبي وسایل د لوګر۵۶ روغتیايي مرکزونوته وسپارل شي.
د لوګر والي د همکارې موسسې له هڅو مننه وکړه او روغتیايي مسوولینو ته یې لارښونه وکړه د دغو وسایلو منظمې استفادې او ساتلو کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادولو وړده چې مخکې له دې سل قلمه طبي او غیرطبي وسایل د نایب امین الله خان لوګري ولایتي روغتون ته سپارل شوي وو.
ع