خبرونهورزش

د (لوګر اتلانو) لوبډلې په دغه ولايت کې د واليبال سياليو اتلولي وګټله

کابل، مرغومې ۲۴مه، باختر
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د محمد آغې ولسوالۍ د والیبال کمېټې په ګډه همغږي د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال د ترسره شوې سيالۍ د لوګر اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زي په خبره دغه سیالۍ، چې یو میاشت وړاندې د ولایت په کچه د ٢٥ مخکښو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې په پايلوبه کې يې د لوګر اتلانو لوبډلې وکولای شو د اتفاق محمد آغې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره بریا خپله کړي.
د ورزش او بدني روزنې ادارې د مسؤلینو، د دغو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یوالی، ورزش ته وده ورکول او د نشه یي توکو سره مبارزې وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته