خبرونهښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر

د قندهار پوهنتون په روان کال کې د فارمسۍ پوهنځي په عمومي ديپارتمنت کې په څلورو بستونو؛ د انجنيرۍ پوهنځي په مهندسۍ ديپارتمنت کې په دوو بستونو، د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د عامه ادارې په ديپارتمنت کې په يو بست، د عامه پاليسۍ په ديپارتمنت کې په يو بست، د ښځو لپاره د پرمختيايي مديريت په ديپارتمنت کې په يو بست، د ښوونې او روزنې پوهنځي د پيداګوژۍ په ديپارتمنت کې په يو بست، د کمپيوټر زده کړې په ديپارتمنت کې په يو بست او د اقتصاد پوهنځي د انټر پرونيورشيپ ديپارتمنت کې يو بست کې د ډاکټر، ماسټر او يا ليسانس په سويه علمي کادر ته اړتيا لري.

په شرايطو برابر کسان د دغې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه دې د روان کال د چنګاښ تر ٢٣ مې پورې خپل غوښتنليکونه د نمرو د ترانسکريپت له اصل او د تابعيت تذکرې له کاپي سره اړونده پوهنتون ته وسپاري.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته