کابل/ د غوايي٢٤مه/ باختر
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د کميابه څارويو او کبانو ښکار او وژل بند شول.
سيمه ييزو مسوولينو خلکو ته خبردارى ورکړى که چېرې د کميابه څارويو او کبانو په ښکار لاس پورې کړي له قانونې چلند سره به مخ شي.
پړانګ، زمری او د الوتونکو په ګډون د کميابه څارويو او الوتونکو ښکار پخوا په افغانستان کې منع شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې لغمان ته د سيلانيانو د تګ راتګ په زياتوالي سره د کب نيونکو او د کبابو د پخونکو کاروبار زيات ښه شوى دى.
د لغمان د الينګار ولسوال قاري زاهد فاتح باخترآژانس ته وويل چې د قومي مشرانو او ديني عالمانو سره په غونډه کې له هغوی څخه وغوښتل چې د کميابو څارويو او کبانو د ښکار او وژلو څخه دې ډ ډه وکړي.
هغه دغه راز له ملا امامانو وغوښتل چې د تبليغ له لارې په الينګار کې د کميابو څارويو او کبانو د ښکار او وژنې مخه ونيسي.
\ ج \