کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د قلات د ښاروالۍ مسوولینو د دغه ادارې په عوایدو کې د تېر کال په پرتله د ۲ میلیونو افغانیو عوایدو زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د کلات د ښاروالۍ د عوایدو مدیر حکمت الله روحمل د باختر آژانس خبریال ته وویل، د تېر ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړٍي و، چې سږکال د لومړیو ۹ میاشتو عواید ۱۸ میلیونه شوي نو له همدې امله سږکال ۲ میلیونه افغانۍ زیاتوالۍ ښیي او دغه شمېر به د کال تر پایه نور هم لوړ شي.
یاده دې شي، چې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ له لوري ګڼ شمېر پروژې پلې او یا یې چارې روانې دي.