خبرونهاقتصاد

د فراه په شمال کې د یو کانال د جوړولو چارې پیل شوې

 کابل، د غوايي ۱۰ مه، باختر

د فراه په شمال کې د څه د پاسه  ۸۰۰ سوه مترو په اوږد والی د یوکانال د جوړولو کار پرون پیل شو.

د فراه د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا رییس ملا عبدالسلام هجرت باخترآژانس ته وویل چې د دغه کانال د جوړولو کار د نوي شهاب شرکت له لوري د ۱۵۱ زرو امریکایي ډالرو په لګښت په څلورو میاشتو کې په اساسي توګه پشپړېږي.

د نوي شهاب شرکت مسوول انجنیرمصطفی  د دغې پروژې د کار له کیفیت څخه د دغه ولایت مسوولینو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې سیمه ییزانجنیران کولای شی د دغې پروژې له کار او کیفیت څخه څارنه وکړي.

باید وویل شي چې د فراه ښار دوه جنوبي او شمالي کانال لري چې هرکال د سختواورښتونو او سیلاوونو له امله د استوګنې سلګونه کورونو ویجاړېږي چې د دغه کانال په جوړولو سره په دغه ولایت کې د کورونو د ویجاړېدو مخه نیول کېۍږي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته