کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د یاد ریاست سره د ۲۸ زره او ۱۵۳ ټوکه کتابونو مرسته شوې ده.
د یاد ولایت د پوهنې رياست رئیس مولوي اختر محمد زعیم باختر آژانس ته وویل چې دغه کتابونه د ودان موسسې له لوري ورکړل شوي چې په زده کوونکو به ووېشل شي.
نوموړي د ودان موسسې دا غوره اقدام د ستایلو وړ وباله او له ياد ریاست سره يې پر نورو همکارو مؤسسو باندې هم د همکارې غږ وکړ.
بايد وويل شي، چې یاد کتابونه د دري او پښتو ژبې د لومړيو او درېیم ټولګيو دي چې د ۴ زره ۶۹۲ زده کوونکو لپاره بسنه کوي.