خبرونهاقتصادټولنه

د فراه د کرنې ریاست ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کړي

کابل، د وري ۱۶مه، باختر

د فراه د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغنیزې او کرنیزې پروژې پلې کړې دي.

د یاد ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي شاه محمد حاجي سروري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د دې ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د همکارو مؤسسو په همکارۍ د نږدې ۹۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو لګولو ۱۱ کانالونه، استنادي دېوالونه، سربندونه، د اوبو د وېش سيسټمونه او نورې بېلابېلې رغنيزې او کرنيزې پروژې پلي کړې دي.

سروري وویل، چې له يادو رغنیزو پروژو څخه  ۸۹۰۰۰ تنه په مستقيمه او  ۴۴۷۰۰۰ په غير مستقيمه توګه برخمن شوي دي.

سروري همدارنګه زياته کړه، چې ياد رياست تېر کال د تراکتورونو، استغ بوټي، او ځمکو د اجارو ترڅنګ د وچو لرګيو د پلورلو، طبي بوټو د تثبيت، درمل پلورنځيو، شنو خونو، عشر او زکات راټولولو له لارې ۱۹ ميليونه، ۸۷۰ زره او ۸۵۰ سوه افغانۍ عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته