خبرونهاقتصادTOP

د فراه د پاسپورټ آمریت نږدې ۱۹۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د فراه ولایت د پاسپورټ آمريت مسوولين وايي، چې په تېر کال کې يې ۳۷ زره ۱۷۰ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې نږدې ۱۹۵ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
دغه ولایت د پاسپورټ آمر مولوي محمد اسحاق مراقب له باختر آژانس سره خبرو کې وویل چې ياد آمريت په تېر کال کې ۳۷ زره ۱۷۰ پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۱۹۴ ميليونه، ۷۶۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
مراقب زیاته کړه، چې وړم کال کې يې ۶ زره ۸۹۳ پاسپورټونه وېشلي وو، چې له لارې يې ۴۶ ميليونه، ۲۹۴زره او ۵۰۰ افغانۍ عواید راټول شوي وو.
نوموړی د عوایدو د زیاتوالي لامل د سهميې لوړېدل او له اداري فساد سره ګړندۍ مبارزه بيانوي.
بل خوا یو شمېر پاسپورټ اخيستونکو بيا په فراه ولایت کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له منظموالي او شفافیت خوښي څرګندوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته