خبرونهټولنه

د غور – کابل لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر
د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي د غور – کابل لاره چې د واورې د اورښت له امله تړل شوې وه بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي عبدالکریم ابو شعیب باختر آژانس ته وویل چې پرون په بکک او کرکان کوتل کې د واورې د اورښت له کبله د غور – کابل لویه د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
ابو شعیب زیاته کړه چې ټاکل شویو ټیمونو دغه راز په دغه لاره کې ایستار مسافر هم ژغورلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې د واورې او باران اورښت دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته