ښوونه او روزنه

دبلخ په مارمل کې د یو ښونځي ودانۍ جوړېږي

٢٠-کابل د مرغومي ۱۱ باختر د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې د یوه ښونځي د ودانۍ کار پیل شو . د کلیودبیا جوړولو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند د باختر اژانس خبریال ته وویل چې ددغه ښونځي په ودانۍ کې لس درسي خونې ، پنځه تشنابونه او د انګړ دیوال یی د دوه سوه شل مترو په اوږدوالي په پام کې نیول شوی دی او د ددغه وزارت د ولسي تړون دملي پروګرام له خوا جوړېږي . ددغه ښونځي د ودانۍ د کار په بشپړیدو سره دسیمی دپنځه څلویښتو کورنیو د هلکانو او نجونو تعلیمي ستونزې لری

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته