کابل، د مرغومي ۲۵مه باختر
د غزني ښاروالۍ مسوولين وایي چې د روان کال تر دې دمه له دغه ښار څخه ۱۲۷ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د ښاري وکيلانو په يوه غونډه کې وويل، چې دغه اداره په تېرو ۹ مياشتو کې ١٢٧ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
حمزه وايي چې روان کال یې په دغه ولایت کې د ۸۳ میلیونو افغانیو په لګښت ۲۴ پروژې پلې کړي او پر ۷ پروژو کار روان دی چې د کال تر پایه به هغه هم بشپړې شي.
هغه ژمنه وکړه چې د یاد ولایت د ښاري حکومتولۍ، پرمختیايي، پاکوالي او لرغونتیا په برخه کې به د پخوا په پرتله زیاتې هڅې وکړي او د ښاري حالت د ښه والي لپاره به کار وکړي.