فرهنګ

په (سلو کلونوکې د فرهنګي وضعيت د کتنې سيمينار) د جوړولو د تياري څلورمه ناسته جوړه شوه

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
په (سلو کلونوکې د ښځو د فرهنګي وضعيت د کتنې سيمينار) د جوړولو د تياري څلورمه ناسته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې ناسته کې د سيمينار د جوړولو کمېسيون غړو د هغو دندو په اړوند چې په تېره ناسته کې د سيمينار په لسګونو برخوکې هغوى ته سپارلې شوې وې؛ د خپلو کړنو رپوټونه وړاندې کړل.
حسينې ساپۍ د کمېسيون د غړو د رپوټونو له اورېدو وروسته ټينګار وکړ چې د هرې برخې مسوول بايد د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره د دغه سيمينار په لازيات پرتم سره  د جوړولو په موخه زياتې هڅې وکړي.
په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د سيمينار د مالي موضوعاکانو او لګښتونو د برابرولو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې د دغه سيمينار د جوړولو لپاره   د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري برخه د توان په حدودوکې هڅه کوي چې  نظر وړ بودجه برابره کړي.
دغه راز د هېواد د لومړۍ مېرمنې فرهنګي سلاکارې زهرې يوسف د دغه سيمينار د معنوي بډاينې په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
ناسته په مشخصو کارونو د کمېسيون د غړو په توظيف سره پاى ته ورسېده.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته