خبرونهفرهنګ

د غزني په ولسوالیو کې عامه کتابتونونه جوړېږي

 کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب اوونۍ په مناسبت، د کتابونو نندارتون جوړ کړ.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد، په یاده غونډه کې کتاب د انسان لپاره یو ښه ملګری وباله او زیاته یې کړه، چې غزني د تاريخ په اوږدو کې د ښوونې، روزنې او فرهنګ روښانه مرکز و. هغه له ځوانانو وغوښتل، چې دغه نوم بېرته خپل کړي او زده کړو ته مخه کړي.

مجاهد وویل، چې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مقر، خواجه عمريو، جاغوري او اندړو ولسوالیو کې کتابتونونه لري او هڅه به کوي چې د دغه ولایت په نورو ولسواليو کې هم کتابتونونه فعال کړي.

مجاهد زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب راټولولو لړۍ را پيل کړې، چې تر اوسه یې سلګونه ټوکه کتابونه، د ایران له سفیره، یو شمېر نورو لیکوالانو او شاعرانو څخه را ټول کړي او دا مهال د البیروني په عامه کتابتون کې د مطالعې په موخه ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

په همدې حال کې د یاد نندارتون یوه ګډونوال، عبدالله وویل، چې په هېواد کې د تېرو څلوېښتو کلونو  جګړو له کبله ګڼ شمېر هېوادوال له زده کړو بې برخې شوي. په خبره یې، اوس د زده کړې او د هېواد د آبادۍ وخت دی.

د یادونې وړ ده چې د کتابونو دغه نندارتون د کتاب اوونۍ په مناسبت جوړ شوی، چې دوې ورځې به دوام لري او په دې نندارتون کې د غزني ولایت کتاب پلورونکو، یو شمېر لیکوالانو او شاعرانو خپل کتابونه  نندارې ته ايښي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته