کابل، د سلواغې ۹مه، باختر
د غزني والي حافظ محمد امین عمري د دغه ولایت په مقام کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ په ناسته کې وویل چې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اساس په غزني کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او د پلور کچه صفر ته راټیټه شوې ده.
په یاده ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې معنیت د سروې او کنترول رئیس مفتي عبدالحق د امیرالمومنین حفظه الله فرمان چې د مخدره توکو پر وړاندي صادر شوی، ګډونوالو ته قرائت کړ او د حکومتي ادارو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې له دوی سره همکاري وکړي.
یاده دې شي چې څه موده وړاندې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د سلګونو روږدو درملنه شوې وه.