سیاستخبرونهفرهنګTOP

د غزني والي؛ اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی

کابل، د سلواغي لومړي نیټه، باختر

د غزني والي حافظ محمد آمين د رسنیو له استازو او خبریالانو سره غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.

د یاد ولایت والي حافظ محمد امین عمري له خبريالانو غوښتي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپلې خپرونې ترسره او د هغو رسنیو پر وړاندې چې د هېواد ملي ګټو او د هېوادوالو د یووالي پر وړاندې تبلیغ کوي، کلک دریځ خپل کړي.

په همدې حال کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار په غزني کې د خبریالانو او حکومتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ خبره کوي او وایي چې په لټه کې دي تر څو رسنیو او خبریالانو ته د دغه ولایت په هر ګوټ کې آسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د غزني د خبریالانو د ټولنې مشر ګلاب الدین امیري وایي چې رسنۍ او خبریالان تر پخوا اطلاعاتو ته ښه لاسرسی لري خو په یاده برخه کې لازمه ده چې لا هم مهم ګامونه واخیستل شي.

د یادوني وړ ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د غزني خبریالان آزاده توګه د دغه ولایت بېلابیلو ولسوالیو ته سفر کولای شي او په پوره ډاډ سره خپل راپورونه چمتو کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته